README.ps.md
March 4, 2026 · View on GitHub
لومړی ګډون
د دې پروژې هدف دا دی چې نویو ګډونوالو ته په خلاصو سرچینو پروژو (Open Source Projects) کې د ګډون اسانه طریقه وښيي.
که غواړئ خپله لومړنۍ مرسته وکړئ، لاندې ګامونه تعقیب کړئ.
که د کمانډ لاین (CLI) سره راحت نه یاست،
کولی شئ تصویري لارښود دلته وګورئ
که مو Git انسټال نه وي،
له دې ځایه یې ښکته او نصب کړئ.
دا ذخیره (repository) فورک کړئ
- د دې پاڼې په سر کې د Fork تڼۍ کلیک کړئ.
- فورک کول به د دې ذخیرې یوه کاپي ستاسو د GitHub اکاونټ ته انتقال کړي.
دا ذخیره (repository) کلون کړئ
- خپل اکاونټ ته لاړ شئ او د فورک شوې ذخیرې لینک د Code تڼۍ څخه کاپي کړئ.
- ترمینل یا CMD خلاص کړئ او دا کمانډ اجرا کړئ:
git clone https://github.com/YourUsername/first-contributions.git
یادونه: دلته YourUsername باید ستاسو د GitHub اکاونټ نوم وي.
نوې څانګه (branch) جوړ کړئ
- د first-contribution پروژه په خپل کوډ ایډیټر کې خلاصه کړئ.
- ترمینل کې دا کمانډ اجرا کړئ ترڅو نوې څانګه جوړه کړئ. ددې لپاره چې زمونږ د بدلونونو لپاره خپله څانګه وي او له نورو سره شریکه نشي. دې څانګې کې به مونږ ایډیټ کوو او بیا به یې له عمومي څانګې سره یوځای کوو.
git switch -c your-branch-name
your-branch-name ستاسو د څانګې نوم دی. کولای شئ چې هر نوم تاسې ټاکلی شئ.
اړین بدلونونه راوړئ او commit کړئ
- د
Contributors.mdفایل خلاص کړئ او خپل نوم پکې اضافه کړئ کې). - فایل ذخیره کړئ.
- ترمینل ته لاړ شئ او دا کمانډ اجرا کړئ ترڅو وګورئ کوم فایلونه مو بدل کړي دي:
git status
- بدلونونه ذخیره کړئ:
git add Contributors.md
- اوس مو بدلونونه کمټ Commit کړئ:
git commit -m "message"
د مسیج پر ځای تاسې هر څه لیکلی شئ. بهتره دا ده چې تاسې په دې ځای کې ولیکئ چې کوم بدلونونه مو پروژې کې راوستل.
بدلونونه GitHub ته push کړئ
- خپل بدلونونه کیټ هب ته پورته کړئ:
git push origin -u your-branch-name
د your-branch-name پر ځای باید تاسې په دقیق ډول سره د خپلې څانګې نوم ورکړئ. هغه نوم چې لږ مخکې مو انتخاب کړی وه.
که چېرې په دې لړ کې د کومې ستونزې سره مخ شوئ دا ځای کېکاږئ
که چېرته ستاسې ستونزه داسي وي.
remote: Support for password authentication was removed on August 13, 2021. Please use a personal access token instead. remote: Please see https://github.blog/2020-12-15-token-authentication-requirements-for-git-operations/ for more information. fatal: Authentication failed for 'https://github.com/<your-username>/first-contributions.git/
خپل بدلونونه د بیاکتنې لپاره وسپارئ
- خپل GitHub اکاونټ کې دې ریپوزیټوري ته لاړ شئ.
- د Compare & pull request تڼۍ به ووینئ. پر هغې کلیک وکړئ.
- اوس د pull request غوښتنه وسپارئ.
- له دې وروسته به ستاسو بدلونه د اصلي یا main څانګې سره یوځای شي او ستاسو نوم به د ګډون کوونکو لیست ته اضافه کړل شي.
له دې وروسته څه وکړئ؟
تاسو په بریالیتوب سره د فورک، کلون، ایډیټ، او pull request مرحلې بشپړې کړې. تاسې له دې نه وروسته کولی شئ چې په خلاص-سرچېنه پروژو کې په همدې طریقه برخه واخلئ.
- خپل لومړئ ګډون ولمانځئ او له خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ.
- که غواړئ لا ډېر تمرین وکړئ، د code contributions زېرمه وګورئ.
- اوس کولای شئ په نورو پروژو کې هم ګډون وکړئ. دلته د پروژو لیست وګورئ.
اضافي مواد
د نورو وسیلو په کارولو سره درسونه
| GitHub Desktop | Visual Studio 2017 | GitKraken | Visual Studio Code | Atlassian Sourcetree | IntelliJ IDEA |